(افغان غږ آژانس (آوا 9 سنبله 1398 ساعت 18:45 https://www.avapress.com/ps/news/190800/د-افغان-سولې-مسله-کې-جان-بولټون-څنډې-ته-کړل-شوی -------------------------------------------------- سرليک : د افغان سولې مسله کې جان بولټون څنډې ته کړل شوی -------------------------------------------------- واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه رپوټ کې لیکلي، د ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د افغانستان د سولې بهیر کې څنډې (حاشیې) ته کړل شوی دی. متن - منځ : دغه امریکايي ورځ پاڼه لیکلي چې د جان بولټون نوم په امریکا کې یوې وروستۍ امنیتي غونډه کې چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ، مرستیال یې، مایک پنس، دفاع وزیر، د سي ای اې رییس، لوی درستیز او زلمي خلیلزاد له حضور سره جوړه شوې وه، موجود نه و؛ خو د خپل یوه سکرتر په غوښتنه وتوانېد دغې غونډې که ګډون وکړي. د دغه رپوټ پر بنسټ، جان بولټون ځکه دغې غونډې ته بلل شوی نه و، چې امریکايي چارواکو ، د هغه د ډلې له خوا د خپلو خبرو اترو د جزییاتو د افشا په اړه وېره لرله. خو جان بولټون دا تور ردوي او ویلي یې دي چې هغه او ډلې یې هېڅکله، هېڅ مالومات رسنیو ته افشا کړي نه دي. د واشنګټن پوسټ په راپور کې راغلي:جان بولټون چې نړۍ کې د امریکا د پوځي حضور ملاتړی دی، له طالبانو سره د سولې هوکړې په یو کورني مخالف بدل شوی. د هغه دې مخالفت د ټرمپ غوسه راپارولې او د هغه سلاکارانو هغه اړ کړی چې بولټون له طالبانو سره د حساسو بحثونو څخه لیرې وساتي." بل لورته بیا امریکايي چارواکو واشنګټن پوسټ ته ویلي، جان بولټون غوښتي چې له طالبانو سره د سولې هوکړه ورکړل شي، خو زلمي خلیل زاد د هغه دا غوښتنه رد کړې ده او ویلي یې و، بولټون د یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي په توګه کولای شي یوازې د دې هوکړې متن ولولي، خو نه شي کولای کاپي یې له ځان سره وساتي. یو بل امریکايي چارواکی وايي چې بالاخره د دغې لاسوند یوه نسخه د ملي امنیت شورا دفتر ته واستول شوه. له دې ټولو سره امریکايي چارواکو ویلي چې بولټون له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د یوې برخې له ایستلو سره مخالف نه دی؛ بلکې له هغه هوکړه لیک سره چې زلمی خلیلزاد یې غواړي له طالبانو سره لاسلیک کړي مخالف دی. خو په دغې غونډه کې ټرمپ او بولټون د افغانستان په اړه بېلابېل لیدلوري لرل. نقد کوونکو دا پوښتنه مطرح کړه چې ایا کولای شي پر طالبانو اعتماد وکړي چې خپلې ژمنې به عملي کړي؟ د امریکا د بهرنیو او کورنیو چارو وزیران د زلمي خلیلزاد له طرحو سره موافق دي؛ خو په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د امریکايي ځواکونو حضور حیاتي ګڼي.