(افغان غږ آژانس (آوا 23 جدی 1398 ساعت 9:25 https://www.avapress.com/ps/news/200501/حکومت-د-باندنیو-چارو-وزارت-کې-۱۰-نوې-او-مهمې-ګمارنې-کړې-دي -------------------------------------------------- سرليک : حکومت د باندنیو چارو وزارت کې ۱۰ نوې او مهمې ګمارنې کړې دي -------------------------------------------------- متن - منځ : حکومت په باندنیو چارو وزارت کې د صلاح الدین رباني تر ګوښه کېدو وروسته په لومړي ځل پراخې ګمارنې کړې دي. سلیمان کاکړ د هند به حیدراباد کې جنرال قونسل، د هرات پخوانی والي اصف رحیمي په هالنډ کې سفیر، د کندهار پخوانی والي همایون عزیزي په فرانسه کې سفیر، د ولسمشر سکرتر مختار په کاناډآ کې د سفیر مستشار، د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال مسعود عزیزي په دوبۍ کې جنرال قونسل، د میرداد نجرابي ورور عبدالهادي نجرابي په امریکا کې د افغانستان د سفیرې مرستیال، صفت رحیمي د جرمني په مونشن کې جنرال قونسل، ظاهر اغبر په تاجکستان کې د افغانستان سفیر، ویس هدایت په کاناډا کې د افغان سفارت مستشار او سهیل هدایت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سفیرې مستشار ټاکل شوی دی. که څه هم د باندنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد د دغه لیست د تایید او رد په اړه څه نه وايي، خو دا په داسې حال کې ده چې د باندنیو چارو وزارت سرپرست څو ورځې وړاندې وویل، په خپلو داخلي او بهرنیو استازولیو کې نږدې ۲۰۰ بستونه راکموي او د اصلاحاتو لپاره به ګڼې مقررۍ وکړي.