(افغان غږ آژانس (آوا 9 میزان 1401 ساعت 15:49 https://www.avapress.com/ps/news/259247/اوکراین-له-ناټو-سره-د-یوځای-کېدو-بهیر-چټکولو-غوښتنه-وکړه -------------------------------------------------- سرليک : اوکراین له ناټو سره د یوځای کېدو د بهیر د چټکولو غوښتنه وکړه -------------------------------------------------- د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د شمالي اتلانتیک د تړون په سازمان (ناټو) کې د خپل هیواد د الحاق د چټکتیا غوښتنه وکړه. دده په اند؛ دا د اوکراین له خاورې څخه د روسي ځواکونو د وتلو یوازینۍ حل لاره ده. متن - منځ : آوا: د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ (د میزان ۸ مه) په خپله وینا کې وویل چې د اشغالګرو د وتلو د حل لاره دا ده چې د اوکرایین پیاوړې او سوله ټینګه شي.   زیلینسکي زیاته کړه: روسیه غواړي هغه څه غلا کړي چې له دغه هیواد سره تړاو نه لري.   هغه د اوکراين هغو څلورو سيمو ته اشاره وکړه چې له روسيې سره د يوځاى کېدو لپاره په زوره ټولپوښتنه پيل شوې وه.   د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون یو سند لاسلیک کړ چې له مخې یې د اوکراین څلور سیمې له مسکو سره یوځای کېږي.