(افغان غږ آژانس (آوا 4 میزان 1401 ساعت 14:44 https://www.avapress.com/ps/news/259049/پر-اوکراین-د-روسیې-اټومي-برید-ګواښ-امریکا-موږ-پرېکنده-ځواب-ووایو -------------------------------------------------- سرليک : پر اوکراین د روسیې د اټومي برید ګواښ/ امریکا موږ به پرېکنده ځواب ووایو -------------------------------------------------- په اوکراین کې د شخړو له زیاتېدو او پر دغه هېواد د روسیې د اټومي برید له ګواښ وروسته، اوس د ملي امنیت سلاکار دغه ګواښ ویجاړونکی بللی او خبرداری یې ورکړی چې هېواد به یې د هر ډول برید په وړاندې کلک ځواب ورکړي. متن - منځ : آوا: رویټرز خبری آژانس وایی د امریکا د ملی امنیت سلاکار جیک سلیوان د سپتمبر په ۲۵ نیټه وویل چې امریکا به د اوکرایین پرضد د روسیې د اټومی وسلو د هرډول کارونې په وړاندې قاطع ځواب ووایی .   سلیوان زیاته کړه: که روسیه له دې کرښې تېر شي، د دغه هېواد لپاره به ناوړه پایلې ولري او "متحده ایالات به پرېکنده ځواب ورکړي."   راپور کې ویل شوي، سلیوان د متحده ایالاتو د پلان شوي ځواب ماهیت مشخص نه کړ، مګر وویل چې متحده ایالاتو په خصوصي توګه "په تیرو څو ورځو کې د دې دقیق معنی په ډیر تفصیل سره تشریح کړې".   داسې ښکاري چې دا غبرګونونه په روسیه کې د لومړي پوځي تحرک د اعلان او د لویدیځ لخوا د اټومي وسلو د کارولو ګواښ په غبرګون کې څرګند شوي.   د یادولو وړ ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۱ مه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې پوتین د اټومي وسلو د نه خپریدو په برخه کې په خپلو مسولیتونو کې په غفلت تورن کړ.