(افغان غږ آژانس (آوا 22 میزان 1397 ساعت 20:26 https://www.avapress.com/ps/news/172540/طالبان-د-امریکا-سره-خبرو-له-پاره-پلاوی-ګوماري -------------------------------------------------- سرليک : طالبان د امریکا سره خبرو له پاره پلاوی ګوماري -------------------------------------------------- پخواني طالب چارواکي او معتصم اغا جان ویلي طالبانو او امریکا د خبرو پر دوام هوکړه کړې ده او ټاکل شوې چې طالبان د مذاکراتو لپاره یو پلاوی وګوماري. متن - منځ : نوموړي له بهرنیو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، که امریکا او طالبان وغواړي چې افغان جګړه نوره پای ته ورسېږي، نو تر ټولو ښه لاره یې دا ده، چې د مذاکراتو او خبرو لړۍ ته ادامه ورکړي. دده په وینا د طالبانو ستونزه له امریکا سره ده او د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې به دغه ستونزې حل کړي. د متعصم اغاجان په خبره، د سولې په مذاکراتو او خبرو کې تر ټولو ستره ستونزه د امریکايي ځواکونو حضور دی او پر دې مسئله به جدي خبرې کېږي. هغه ویلي چې په افغانستان او سیمه کې ټول اړخونه د سولې او سیاسي مذاکراتو پلویان دي او د جګړو د له منځه وړلو یوازینۍ لار هم د سولې او مذاکراتو دوام دی.