(افغان غږ آژانس (آوا 7 حوت 1398 ساعت 18:40 https://www.avapress.com/ps/news/204355/ناټو-افغان-سیاستوال-دې-سیاسي-ثبات-نه-ګواښي-د-سولې-بهیر-ملاتړ-وکړي -------------------------------------------------- سرليک : ناټو: افغان سیاستوال دې سیاسي ثبات نه ګواښي؛ د سولې بهیر ملاتړ دې وکړي -------------------------------------------------- د ناټو سرمنشي په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو په تړاو ویلي، د ټاکنیزو بهیر په تړاو هر ډول اندېښنې باید د اساسي قانون له مخې حل شي. متن - منځ : ناټو پر ټولو افغان سیاستوالو د داسې ګامونو د نه اخېستو غږ کړی چې ترینګلتیا ډېروي او سیاسي ټیکاو کمزوری کوي. د ناټو سرمنشي یان سټولټنبرګ له ادرسه په خپره شوې ویناپاڼه کې د تېرو ټاکنو پر مهال د افغانانو ګډون ستای شوی، چې په ټاکنو کې په ګډون یې خپل دیموکراتیک حقونه وازمایل. ناټو وايي، د ټاکنیز بهیر په تړاو هر ډول اندېښنې باید له حقوقي کړنلارو حل شي. د ناټو په خبرپاڼه کې له ټولو افغانانو غوښتل شوي، چې د سولې بهیر ملاتړ وکړي او ملي یووالی وساتي.