(افغان غږ آژانس (آوا 26 سرطان 1398 ساعت 12:19 https://www.avapress.com/ps/news/188499/جمهوررئیس-غني-د-شهید-برید-جنرال-حاجي-عبدالغفار-احمدزي-جنازې-ته-درناوی-وکړ -------------------------------------------------- سرليک : جمهوررئیس غني د شهید برید جنرال حاجي عبدالغفار احمدزي جنازې ته درناوی وکړ -------------------------------------------------- د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د شهید برید جنرال حاجي عبدالغفار احمدزي جنازې ته، چې پرون په یوه تروریستي برید کې شهید شو، درناوی وکړ. متن - منځ : جمهوررئیس په شهید محمد داوودخان روغتون کې د شهید برید جنرال حاجي عبدالغفار احمدزي اروا ته د دعا پرمهال وویل، نن د هیواد هغه رښتینی او خدمتګار بچی خاورو ته سپارو، چې خپل ځان یې د هیواد دفاع او د نظام ساتنې ته وقف کړی و، خو ذلیل دښمن په شهادت ورساوه. جمهوررئیس وویل، د شهید احمدزي د شهادت له امله د ده درنې او غمجنې کورنۍ ته چې خپل دویم ځوی هم د هیواد د خدمت په لاره کې قرباني کوي او همدارنګه امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان خلکوته تسلیت وایم. جمهوررئیس څرګنده کړه، زموږ ژمنه داده چې د شهید احمدزي کورنۍ او اولادونو ته به د مسوولینو له لوري پر وخت رسیدګي کېږي او د شهید احمدزي اولادونه به د خپل شهید پلار د متانت، زړورتیا او اعتماد هغه ځای چې نن خالي دی ، په ویاړ سره ډک کړي. ورپسې د شهید برید جنرال حاجي عبدالغفار احمدزي د کورنۍ په استازیتوب د هغه ورور او د کوچیانو چارو د انسجام عمومي رئیس استاد حبیب الرحمن د جمهوررئیس او ټولو له غمشریکۍ څخه په مننې وویل، موږ له هیچا سره کومه شخصي ستونزه نه لرو او څومره قربانۍ مو چې ورکړي دا د نظام د بقا او د وطن د سرلوړۍ لپاره دي او زموږ د وطنپالنې ارادې به همداسې پیاوړې وي. وروسته جمهور رئیس غني تر نظامي توپ پورې د شهید برید جنرال حاجي عبدالغفار احمدزي د جنازې د لېږد په مراسمو کې چې د هېواد په درې رنګه بیرغ پوښلې وه او د تشریفاتو قطعې منسوبینو په خپلو اوږو لېږدوله، ملتیا وکړه.