(افغان غږ آژانس (آوا 10 جوزا 1399 ساعت 9:21 https://www.avapress.com/ps/news/210961/د-چابهار-له-لارې-افغانستان-صادراتو-کچه-زیاته-شوې -------------------------------------------------- سرليک : د چابهار له لارې د افغانستان د صادراتو کچه زیاته شوې -------------------------------------------------- متن - منځ : د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي د چابهار بندر له لارې د افغان توکو د صادراتو کچه زیاته شوې ده. د دغې خونې د معلومات پر اساس، اوس تازه ۴۸۰ ټنه صادراتي توکي د کندهار له لارې چابهار او له هغه ځایه هند ته لیږدول شوي دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي هند له افغان سوداګرو غوښتي چې د غنمو د لیږد تشو کانټینرونو کې خپل توکي ځای پر ځای کړي. اوس ټاکل شوې ده چې د هند د کمکي غنمو تنو کانټینرونو کې هم افغان داخلي تولیدات نوې ډیلي ته انتقال شي. چابهار بندر هند ته د افغان توکو د لیږد یو مهم بندر بلل کیږي. هغه بندر چې ځیني یې افغانستان ته د پاکستان د بندرونو بدیل بولي. خو دغه بندر پر ایران د امریکا د بندیزونو له امله له یو لړ ستونزې هم لري. د دغهبندر له لارې د پيسو لیږدول یوه له دغو ستونزو نه ده. د کانونو او صنایعو خونه وایي پیریدونکي نشي کولی چې د سوداګرۍ پیسې دغه بندر کې انتقال کړي. افغان سوداګر د خپلو پیسو ترلاسه کولو لپاره په میاشت انتظار باسي. د پاکستان د واګه بندر هم د افغانستان او هند ترمنځ د توکو د لیږد را لیږد لپاره غوره بندر بلل کیږي، خو پاکستان پوځیان وخت نا وخته دغه بندر کې ستونزې جوړوي.