(افغان غږ آژانس (آوا 12 حمل 1397 ساعت 8:59 https://www.avapress.com/ps/news/160967/د-سولې-عالي-شورا-عربستان-په-پروسه-کې-مهم-رول-لوبولای-شي -------------------------------------------------- سرليک : د سولې عالي شورا: عربستان د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولای شي -------------------------------------------------- د سولې عالي شورا وايي، سعودي عربستان د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولای شي. متن - منځ : د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري پرون شنبه له ازادي راډیو سره په ټیلیفوني مرکه کې وویل:"سعودي عربستان د افغانستان د دولت ترڅنګ کلک ګامونه پورته کړي او په همکارۍ پرمخ ځو، هیله مند یو چې د افغانستان د سولې بهیر به لاپیاوړی کړو، سیمه یېزې او نړیوالې همکارۍ به مؤثرې روانې وي. هر هېواد چې د افغانستان له حکومت سره د سولې لپاره همکاري کوي، موږ ېې هرکلی کوو." د افغانستان د سولې له بهیر سره د سعودي عربستان د همکاري مسئله په وروستیو کې ډېره یادېږي. د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په رپوټ کې چې پرون شنبه خپور شو ویل شوي چې د افغانستان د حکومت لوړ رتبه چارواکو د مارچ په ۲۳مه نېټه په واشنګټن کې د سعودي عربستان او متحد عربي اماراتو له استازو سره کتلي دي. د واشنګټن په کتنه کې چې د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، محمد حنیف اتمر هم و، د څلورو هېوادونو استازو د یوې کاري ډلې په جوړولو موافقه وشوه. د وال سټریټ ژورنال په رپوټ کې راغلي چې کاري ډله به منظمې غونډې کوي، څو د افغانستان د سولې پر نقشې موافقه وشي او ښايي په راتلونکي کې سعودي عربستان یا متحد عربي امارات د افغانستان د سولې د خبرو کوربه شي. په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر، زلمي خلیلزاد له ازادي راډیو سره په ټیلیفوني مرکه کې ازادي راډیو ته وویل چې سعودي عربستان کولای شي چې د پاکستان له لارې د افغانستان د سولې له بهیره سره مرسته وکړي. زلمی خلیلزاد وايي:"عربستان او متحده عربي امارات له پاکستان سره کلکې اړیکې لري. که هغوی د امریکا له نوي سیاسته سره، د افغانستان په پلوي کار وکړي، یعنې پر پاکستان فشار راولي، مثبت ګام به وي." خو د خوشبینې ترڅنګ، وال سټريټ ژورنال په خپل رپوټ کې پر یو شمېر اندېښنو هم خبرې کړي دي. ورځپاڼې په یوه مقاله کې د وسله والو طالبانو په منځ کې د ډلو او اختلاف موجودیت او سیمه ییزو رقابتونو ته اشاره کړې او لیکلي يې دي چې د طالبانو یو شمېر عمده غړي په وروستیو کلونو کې د سعودي عربستان له دوو سترو سیالانو، قطر او ایران سره نېږدې شوي دي. په همدې حال کې مسکو له وسله والو طالبانو سره د خپلو اړیکو په اړه خبرې کوي. طالبانو، په ځانګړي ډول د ملاهبت الله اخندزاده له خوا چې د طالبانو د یوې لويې ډلې مشري کوي، د افغانستان د حکومت د سولې وروستي وړاندیز ته رسمي ځواب لا نه دی ورکړل شوی. طالبانو تر دې مخکې، په مکرر ډول له حکومت سره د سولې خبرو ته د حاضرېدو یو شرط دا بللی چې نړیوال ځواکونه له افغانستان ووځي. د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند وايي، کله چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال ویش به پرېکړې وشي.