(افغان غږ آژانس (آوا 23 جدی 1397 ساعت 10:35 https://www.avapress.com/ps/news/177761/د-افغانستان-عدلیې-وزارت-څه-باندې-۱۲۰۰-ټولنیزو-ادارو-فعالیت-جواز-لغوه-کړ -------------------------------------------------- سرليک : د افغانستان عدلیې وزارت د څه باندې ۱۲۰۰ ټولنیزو ادارو فعالیت جواز لغوه کړ -------------------------------------------------- د افغانستان د عدلیې وزارت وایي، د څه باندې ۱۲۰۰ ټولنیزو ادارو د فعالیت جواز یې لغو کړل. متن - منځ : د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت په دی اړه رسنیو ته وویل چې دغو ټولنیزو ادارو خپل اجازت لیکونه نه و تمدید کړي، ځکه یې دا اقدام کړی دی. ښاغلي ریاضت زیاته کړه: "۱۲۸۰ ادارې چې د افغانستان په عدلیې وزارت کې ثبت وې، اکثر یې په ټولنیزو اتحادیو، سازمانونو، بنیادونو او شوراګانو کې شاملې وې." د عدلیې وزارت د ویاند په خبره هغه ټولنیز بنسټونه چې د فعالیت د جواز له ختميدو څخه تر شپږو میاشتو پورې دغه وزارت ته مراجعه ونه کړي، د قانون له مخې یې د فعالیت اجازه لغو کېږي.