(افغان غږ آژانس (آوا 9 سرطان 1397 ساعت 8:34 https://www.avapress.com/ps/news/166169/د-سولې-په-تړاو-طالبانو-کوټې-شورا-دریځ-اړه-جنرال-رازق-ادعاوې -------------------------------------------------- سرليک : د سولې په تړاو د طالبانو د کوټې شورا دریځ په اړه د جنرال رازق ادعاوې -------------------------------------------------- د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ادعا کوي چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د سولې د بهیر په تړاو د طالبانو له مشرتابې سره په تماس کې دی. متن - منځ : د ازادي راډیو د راپور له مخې، جنرال رازق ویلي چې ده د سولې خبرو اترو د پیل په موخه له طالب مشرانو سره څلور ځلي لیدلي دي. هغه زیاته کړه، چې د له طالبانو سره د خبرو اترو د پیل لپاره په روانو هلو ځلو کې امریکا، عربستان او د ځینو اروپایي هېوادونو استازي هم شامل دي. جنرال ادعا کوي، چې د طالبانو د کوټې شورا شاوخوا نیمایي غړي خبرو ته اماده شوي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د پیل لپاره هلې ځلې روانې دي. له دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي و چې د اذربایجان په ناسته کې به د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو مذاکرات پيل شي. خو د وسله والو طالبانو ویاندویانو د اذربایجان په ناسته کې د خپلو مشرانو ګډون رد کړی دی.