(افغان غږ آژانس (آوا 8 حوت 1398 ساعت 11:27 https://www.avapress.com/ps/news/204382/کابل-کې-چاودنې-۹-کسان-ټپیان-کړل-طالبان-وایي-دوی-پورې-اړه-نه-لري -------------------------------------------------- سرليک : کابل کې چاودنې ۹ کسان ټپیان کړل؛ طالبان وایي دوی پورې اړه نه لري -------------------------------------------------- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې نن چارشنبه ماسپښین مهال د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې یوې موټرسایکل بم چاودنې ۹ کسان ټپیان کړي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې چاودنه د فیض محمد کاتب څلور لاري کې شوې ده. متن - منځ : خو وسله والو طالبان په یوه سملاسي غبرګون کې ویلي چې دا چاودنه دوی پورې اړه نه لري او د "شومو استخباراتي حلقو" هڅه کېدلی شي. د طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دا کار ښایي د "بدګومانۍ رامنځته کولو لپاره شوی وي. یاده دې وي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت د اوونۍ نن پنځمه ورځ ده. امریکا او وسله والو طالبانو د خپلمنځي خبرو له لارې په دې اوونۍ کې پر یو بل د بریدونو نه کولو ژمنه کړې وه. همدا راز افغان حکومت هم هوکړه کړې چې په دې اوونۍ کې به د طالبانو پر مرکزونو بریدونه نه کوي، خو که پر افغان امنیتي ځواکونو برید وشو نو ځواب به ورکوي.