(افغان غږ آژانس (آوا 6 جوزا 1397 ساعت 14:57 https://www.avapress.com/ps/news/164323/د-غلاو-په-تړاو-ماشومانو-یوه-ډله-کابل-ښار-کې-نیول-شوې -------------------------------------------------- سرليک : د غلاو په تړاو د ماشومانو یوه ډله په کابل ښار کې نیول شوې -------------------------------------------------- په پلازمېنه کابل ښار کې د غلاو پیښو په تړاو د ماشومانو یوه ډله د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې ده. متن - منځ : د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست وایي، د ماشومانو پنځه کسیزه ډله چې د کابل ښار د دوه لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې د کورونو، قیمتي زیوراتو او د پیسو په غلاو کې لاس درلود، د امنتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار په ګډون د هېواد په یو شمېر مهمو ښارونو کې په جنایي پیښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. تېره اوونی په پلازمېنه کابل ښار کې د یو ماشوم د قتل په تړاو دوه کسان د امنیتي ځواکونو له خوا ونول شول. د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست وایي، نیول شوي کسان د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو ماشوم د بیل په وسیله وژلی و. سرچینه زیاتوي، چې د دغو کسانو په برید کې یې یو بل ماشوم ټپي هم شوی و چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د پيښې عاملین ونیول شول. بلخوا د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست وایي، د دوو کسانو د قتل په تړاو دوه نور کسان هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي. د سرچینې په وینا، دغه کسان د ثور میاشتې په ۱۹ مه نیټه د کابل ښار شپاړسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې دوه کسان په ډزو وژلی و.