(افغان غږ آژانس (آوا 5 جدی 1397 ساعت 11:11 https://www.avapress.com/ps/news/176636/کابل-ښار-کې-د-هوا-ککړتیا-کمولو-لپاره-کاری-ساعت-بدلون -------------------------------------------------- سرليک : کابل ښار کې د هوا ککړتیا کمولو لپاره کاری ساعت بدلون -------------------------------------------------- د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړ چی د محیط زیست ساتنې ملی اداره سره هماهنګی کې د اداراتو او وزارت خانو کاری ساعت د کابل په ښار کې د هوا ککړتیا له امله، بدلون ورکړی دی. متن - منځ : ددی وزارت اعلامیه په اساس چی نن خپور شو، دولتی ۸ ادارو او ۱۴ وزارت خانو کاری ساعت د ۸:۳۰ سهار څخه تر ۴:۳۰ پوری او ځینی نور هم د ۷:۳۰ سهار څخه تر ۳:۳۰ ماسپښین پوری ټاکل شوی دی. هیله ده چی دا بدلون به د هوا ککړتیا کمولو سره مرسته وکړی. مخکې له دی کاری ساعت د اداراتو دا د سهار ۸ بجو څخه د ماسپښین تر ۴ بجو او ۷ بجو سهار څخه تر ۳ بجی ماسپښین پوری وو. چارواکې همدارنګه په دی باور دی چی دا اقدام ښاری ترافیک کمولو سره هم مرسته کوی. عزت الله صدیقی، محیط زیست څخه ساتنې ملی اداره معین و بی بی سی ته وویل چی ددی اقدام دلیل نه یواځی د پلازمینی د هوا ککړتیا څخه مخنیوی وو بلکه د ښاری ترافیک کمتیا هم ده. ښاغلی صدیقی وویل چی تیرو څلورو ورځو کې د هوا ککړتیا میزان کابل ښار کې نسبت نورو ورځو ته ډیره شوی ده. هغه زیاته کړه چی دا اداره د هوا ککړتیا میزان اندازه ګیری ماشین نه درلودلو سره نه شی کولای مشخص ارقام د هوا ککړتیا څخه ارائه کړی.