(افغان غږ آژانس (آوا 27 حمل 1398 ساعت 11:01 https://www.avapress.com/ps/news/183422/په-فراه-کې-د-نجونو-یوه-ښوونځی-ته-چاودنه-ورکړل-شوې -------------------------------------------------- سرليک : په فراه کې د نجونو یوه ښوونځی ته چاودنه ورکړل شوې -------------------------------------------------- ناپیژاندو کسانو تېره شپه د فراه ولایت د مرکز اړوند نوده سیمه کې د شیرعلي خان په نوم د نجونو یو مکتب د چاودیدونکو توکو په وسیله ویجاړ کړی. متن - منځ : د یاد ولایت د پوهنې وزیر محمد عظیمي د پیښې پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې تېره شپه ناپیژاندو وسله وال یاد ښوونځي ته د ننه شوي او وروسته یې ښوونځی د چاودیدونکو توکو په وسیله ویجاړ کړی دی. عظیمي وايي چې یاد ښوونځی د فراه ښار په (۲۰) کیلو مترۍ کې موقیعت لري چې کابو (۱۰۰۰) نجونو پکې زده کړه کوي. د دغه لیسې مدیر عبدالرحمن وویل چې، د مکتب ټول اسناد او کتابونه سوځېدلي دي. دا په داسې حال کې دي چې، وړمه ورځ د یاد ولایت د مرکز اړوند تیوسک سیمه کې د بنفشه په نوم د نجونو یو بل مکتب هم ناپیژاندو وسله والو د چاودیدونکو توکو په وسیله ویجاړ کړ. سره له دې چې د دې پیښې عاملین مشخص ندي خو د فراه ولایتي شورا غړي وایي چې د طالبانو ډلې د امر به معروف او نهي از منکر مسوولینو څو ځلې په دغه ولایت کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو ګواښونه کړي دي.