(افغان غږ آژانس (آوا 10 جوزا 1393 ساعت 11:11 https://www.avapress.com/ps/news/92502/د-هند-بهرنیو-چارو-وزارت-مرستیاله-افغانستان-ته-راغلې -------------------------------------------------- سرليک : د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله افغانستان ته راغلې -------------------------------------------------- متن - منځ : د هند د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله "سوجاتا سنګ" پرون د افغانستان لویدیځ ولایت هرات ته ورسېدله او هلته یې د هند د قونسلګرۍ امنیتي وضعیت له نژدو ولید. پر دغې قونسلګرۍ تېره اونۍ برید شوی و. میرمن سنګ په دغه سفر کې په افغانستان کې د هند له سفیر "امر سنا" او د سفارت له نورو چارواکو سره ولیدل. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند سراج الحق سراج آزادي راډیو ته وویل چې؛ مېرمن سوجاتا سنګ به نن د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو سره وګوري. هند په هرات ولایت کې ځینې پراختیایي پروژې تمویلوي.