(افغان غږ آژانس (آوا 12 قوس 1397 ساعت 21:14 https://www.avapress.com/ps/news/175223/په-کابل-کې-د-امنیتی-ځواکونو-او-زورواکو-ترمنځ-نښته-شوی -------------------------------------------------- سرليک : په کابل کې د امنیتی ځواکونو او زورواکو ترمنځ نښته شوی -------------------------------------------------- په پلازمېنه کابل ښار کې امنیتي چارواکي تائیدوي، چې د امنیتي ځواکونو او زورواکو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي. متن - منځ : چارواکي زیاتوي، چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د کابل ښار په شهر نو سیمه کې رامنځته شوه. د راپورونو له مخې، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ملي پولیسو یو شمېر سرتېري د یو کور د تخلیه کولو لپاره سیمې ته تللي وو، چې د زورواکو له مقاومت سره مخ شول. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، د نښتې په ترڅ کې د ملي پولیسو شپږ سرتېري ټپیان شوي دي.