(افغان غږ آژانس (آوا 1 قوس 1401 ساعت 16:03 https://www.avapress.com/ps/news/261326/د-ډنډ-پټان-ولسوالۍ-اوسېدونکو-پاکستان-پر-ضد-لاريون-وکړ -------------------------------------------------- سرليک : د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسېدونکو د پاکستان پر ضد لاريون وکړ -------------------------------------------------- د هېواد کورنيو رسنيو خبر ورکړى، چې د پکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د دې ولسوالۍ پر سيمو د پاکستان د بريدونو پر ضد لاريون کړى دى. متن - منځ : آوا: د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د دې ولسوالۍ پر ځینو برخو د پاکستان د بریدونو پر ضد لاریون وکړ.   ویل شوي، چې لاریون کوونکو مرګ پر پاکستان شعارونه ورکول.   دا په داسې حال کې ده، چې په دې ولسوالۍ کې څو ځلې د پاکستاني پوځیانو سره د اسلامي امارت د ځواکونو نښتې شوې دي.   د يادونې وړ ده، چې په تېرو څو کلونو کې او د تېر حکومت پر مهال پاکستان څو ځلې د افغانستان پر بېلابېلو سرحدي سيمو د درنو وسلو بريدونه کړي، چې له امله يې د دواړو هېوادونو اړيکې ترينګلې شوې دي.