(افغان غږ آژانس (آوا 21 میزان 1398 ساعت 11:51 https://www.avapress.com/ps/report/192990/هلمند-کې-عامو-خلګو-پوهنې-وزارت-ته-د-ښوونځیو-جوړولو-لپاره-۷۷۵-جریبه-ورکړې -------------------------------------------------- سرليک : هلمند کې عامو خلګو پوهنې وزارت ته د ښوونځیو د جوړولو لپاره ۷۷۵ جریبه ورکړې -------------------------------------------------- متن - منځ : د هلمند ولایت د معارف ریاست وايي، ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ولس ۷۷۵ جریبه ځمکه د ښوونځیو جوړولو لپاره پوهنې وزارت ته ورکړې. سلام وطندار د هلمند د پوهنې ریاست د رییس داوود شاه صفاري له قوله لیکي، چې دغه ځمکې د مرکز لښکرګاه په ګډون ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پوهنې وزارت ته منل شوې، چې له ډلې یې د ځینو د تسلیمیدو کار بشپړ شوی او ځیني په جریان کې دي. صفاري زیاتوي پوهنې وزارت هم د تسلیم شویو ځمکو له ډلې په ځینو د ښوونځیو جوړولو چارې پيل کړې. نوموړی د هلمندیانو ددې نېک اقدام ستاینه کوي او په خبره یې، له دې ګام سره به د ښوونځیو جوړولو لپاره د ځمکې د نشتون ستونزه حل شي. هلمند چې د افغانستان له نا امنو ولایتونو شمېرل کېږي، د رسمي شمېرو په اساس دا مهال په دې ولایت کې څه باندې ۷۷ ښوونځي د جګړو له امله تړلي پاتې دي.