(افغان غږ آژانس (آوا 5 قوس 1397 ساعت 18:33 https://www.avapress.com/ps/news/174792/ولسي-جرګه-مظاهره-د-خلکو-حق-دی-خو-باید-سوله-ییزه-او-قانون-په-چوکاټ-کې-وي -------------------------------------------------- سرليک : ولسي جرګه: مظاهره د خلکو حق دی، خو باید سوله‌ییزه او د قانون په چوکاټ کې وي -------------------------------------------------- د افغانستان ولسي جرګه وايي، مظاهره د خلکو مسلم حق دی، خو په وینا یې مظاهرې باید د قانون په چوکاټ کې په سوله‌ییز ډول ترسره شي. متن - منځ : د کابل ښار په لوېدیځ کې د یو سیمه ییز قوماندان د نیول کېدو په غبرګون د یکشنبې ورځې له مظاهرو وروسته د ولسي جرګې رئیس وايي، مظاهرې د خلکو له حقونو څخه شمېرل کېږي، خو په وینا یې دغه مظاهرې باید د قانون پر اساس او سوله ییزې وي. د جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي د دوشنبې ورځې ۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۰۵ په عمومي ناسته کې وویل، که مظاهرې په تاوتریخوالي اوړي، د علي پور د خوشې کېدو پر ځای به ستونزې لا ډېرې شي. نوموړی وايي: "که حکومت یو واضح دلیل د قوماندان علي پور د نیولو لپاره نه شي وړاندې کولای هغه مهال د خلکو مسلم حق دی چې د قانون په چوکاټ کې مظاهرې وکړي او حکومت متوجې کړي چې دغه ډول اقدام د قانون خلاف دی." ښاغلي ابراهیمي دا خبرې د کابل ښار په لوېدیځ کې د تېرې ورځې د مظاهرو په تړاو د ولسي جرګې د غړو له څرګندونو وروسته وکړې. د ولسي جرګې مشر د جرګې کورني امنیت کمېسیون ته دنده وسپارله، څو د ملي امنیت عمومي ریاست سره په اړیکه کې د قوماندان علي پور د نیولو قضیه روښانه او خلکو سره معلومات شریک کړي. په همدې حال کې د ملي امنیت عمومي ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د علي پور نیول کېدل تأیید کړي او ویلي یې دي چې دغه کس د ۱۳۹۵ لمریز کال په لومړیو کې د غیر مسؤله وسله والو په تشکیل سره غیر قانوني فعالیتونه کول