(افغان غږ آژانس (آوا 17 عقرب 1398 ساعت 12:33 https://www.avapress.com/ps/news/195096/سوداګر-وایي-د-ټاکنو-پایلو-ځنډ-له-امله-ستونزو-سره-مخ-دي -------------------------------------------------- سرليک : سوداګر وایي، د ټاکنو د پایلو ځنډ له امله له ستونزو سره مخ دي -------------------------------------------------- متن - منځ : د سوداګرۍ خونې مسؤلین او سوداګر وایي، د ټاکنو د پایلو ځنډ له امله له ګڼو ستونزو مخ دي او پر ژر اعلانېدو یې ټینګار کړی دی. د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، چې د ناامنۍ ترڅنګ د ټاکنو د پايلو په اعلان کې ځنډ هم د سوداګرو په کارونو منفي اغیز کړی او د دوی کارونه یې ټکني کړي دي. نوموړي وويل چې سوداګر د خپلې پانګې ډېره برخه د ځان د امنيت په خوندي کولو لګوي او ترڅنګ يې سوداګر له ګودامونو مالونه بازار ته نه عرضه کوي او د ټاکنو د پايلو اعلان ته په تمه دي. الکوزی اندېښنه ښيي، که چېرې د ټاکنو د پايلو په اعلان کې نور هم ځنډ کېږي، نو سوداګر پانګونه نه کوي چې له امله يې د هېواد اقتصادي حالات له ننګونو سره مخ کېږي. نوموړى وايي چې د ټاکنو د پايلو د اعلان ځنډ پر سوداګرۍ له ١٠ تر ١٢ سلنې منفي اغېز کړی دی. د ټاکنو کمېسيون ویلي، چې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله د ټاکنو لومړنۍ پايلې به د لړم په ٢٣مه نېټه اعلان شي.