(افغان غږ آژانس (آوا 9 میزان 1401 ساعت 15:59 https://www.avapress.com/ps/news/259248/ځدراڼ-د-کابل-په-خیرخانې-سیمه-کې-مقناطیسي-ماین-چاودنه-شوې -------------------------------------------------- سرليک : ځدراڼ: د کابل په خیرخانې سیمه کې د مقناطیسي ماین چاودنه شوې -------------------------------------------------- د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چاودنه د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې د مقناطیسي ماین له امله شوې او چاته پکې زیان نه دی اوښتی. متن - منځ : آوا - کابل: د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د کابل ښار د ۱۱مې حوزې اړوند د خیرخانې په سیمه کې د مولانا جلال الدین محمد بلخی لېسې ته څېرمه چاودنه تایید کړه او ویې ویل: دغه چاودنه شوې د مقناطیسي ماین له امله رامنځ ته شوی، مګر په پایله کې هیچا ته زیان ندی رسیدلی.   له سيمې څخه عيني شاهدان وايي، چې يو بم د دغه ښوونځي ترڅنګ په يوه وياله کې ځاى پرځاى شوى و او وچاودېد.   دا پېښه څو شېبې وړاندې د مولانا جلال الدین بلخي له لېسې زده کوونکي د وتلو په حال کې ده.   له چاودنې وروسته کورنۍ ښوونځي ته ورغلې او د ښوونځي چارواکو د بلې چاودنې د وېرې له امله د ښوونځي دروازې وتړلې.   له نېکه مرغه په ​​دې چاودنه کې چاته زیان نه دی اوښتی.   دا په داسې حال کې ده چې پرون د کابل په لویدیځ کې په یوه ښوونیز مرکز کې خونړۍ تروریستي چاودنې لسګونه بې ګناه زده کوونکي ووژل.