(افغان غږ آژانس (آوا 2 قوس 1401 ساعت 11:16 https://www.avapress.com/ps/news/261353/د-ترکیې-لوېدیځ-۶-۱-درجې-زلزلې-ولړزاوه -------------------------------------------------- سرليک : د ترکیې لوېدیځ د ۶،۱ درجې زلزلې ولړزاوه -------------------------------------------------- نن (چهارشنبه، قوس ۲) په ځايي وخت د سهار په ۴:۰۸ دقیقو د ریښتر په کچه د ۶،۱ درجې یوې زلزلې د «ګول یقا» سیمه ولړزوله، چې د دوزس ولایت او استانبول ته څېرمه موقعیت لري. متن - منځ : آوا: د امریکا د زلزلې مرکز اعلان کړی، چې نن سهار ۴:۰۸ دقیقې د ځمکې د داخلي څپو (ریکټر) په اندازه د ۶،۱ درجې زلزله د ترکيي د «ګول یقا» سیمه ولړزوله، چې د دوزس ولایت او استانبول ته څېرمه موقعیت لري.   د ترکیې اناتولیا خبري آژانس د دغه هېواد د بېړنیو حالاتو د مرکز له قوله ویلي چې د زلزلې شدت دومره زورور و چې د استانبول ښاریانو یې احساس کړ.   تر اوسه د دغې زلزلې د احتمالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.   تېر کال د ترکیې په العزغ ولایت کې د ریښتر په کچه ۶،۷ درجې یوې زلزلې ولړزاوه چې له امله یې ۴۱ تنه مړه او تر ۱۶۰۰ زیات ټپیان شول.   په ۱۹۹۹ کال کې د ترکیې په شمال لویدیځ کې یوې زورورې زلزلې لږ تر لږه ۱۷۰۰۰ کسان ووژل.