(افغان غږ آژانس (آوا 15 حوت 1398 ساعت 10:00 https://www.avapress.com/ps/news/204860/پاکستان-کرېکټ-سوپر-لیګ-کې-لوبغاړي-څومره-پیسی-اخلي -------------------------------------------------- سرليک : پاکستان کرېکټ سوپر لیګ کې لوبغاړي څومره پیسی اخلي؟ -------------------------------------------------- د پاکستان کرېکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ ۲۰۲۰م کال پنځم پړاو تجارتي سیالۍ یا پاکستان سوپر لیګ په هیواد کې دننه ترسره کوي. دې سیالیو کې شپږ لوبډلې ګډون کوي چې پکې د پاکستان کورنيو لوبغاړو سره سره ۳۶ بهرني لوبغاړي هم سیالیو ته ورغلي دي. متن - منځ : د پاکستان کرېکټ بور ډ سوداګریزو سیالیو لپاره لوبغاړو ته شپږ کټګورۍ یا ډلې جوړی کړې دي. د دې سیالیو تر ټولو ګران بیه کټګورۍ (پلاټينم) ده چې پکې د شپږ لوبډلو ګډونوالو لوبغاړو ته شاوخوا درې کروړه او څلور میلیونه پاکستانۍ کلدارې ورکول کیږي. همداسی دویمه کټکورۍ ( ډائمند) نومېږي چې پکې شامل شویو لوبغاړو ته یو کروړ او شپږ میلیونو پوری پاکستانۍ کلدارې ورکول کیږي. د دې سیالیو دریمه کټګوري(ګولډ) یا سرو زرو نومي کټګوري ده چې پکې اخیستل شويو پاکستانیو او بهرنيو لوبغاړو ته له شپږ میلیونو تر نهه میلیونو پاکستانۍ کلدارې ورکولو پرېکړه شوی ده.