(افغان غږ آژانس (آوا 12 سرطان 1401 ساعت 11:10 https://www.avapress.com/ps/news/255161/امریکا-افغان-محصلینو-ته-د-زده-کړي-زمینه-برابروي -------------------------------------------------- سرليک : امریکا افغان محصلینو ته د زده کړي زمینه برابروي -------------------------------------------------- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې هېواد په معتبرو پوهنتونونو کې افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو د ورکولو او د زده کړو د زمینې د برابرولو لپاره هڅې کړې دي. متن - منځ : آوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، که څه هم په سیمه کې وضعیت نه دی بدل شوی، خو دوی د افغانستان لپاره تېر کال او سږ کال د فولبرایټ پر پروګرام کار کوي.   د معلوماتو پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به هغه کسان په پام کې ونیسي چې سږکال او تېر کال یې د فولبرایټ سکالرشپ نیمه پای ته رسولي دي.   امریکا د تېر کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ له امله د فولبرایټ سکالرشیپ پروسه وځنډوله او د افغان محصلینو ازموینې وځنډول شوې.   هر کال، د ټولې نړۍ څخه ۴۰۰۰ زده کونکي د امریکا په معتبرو پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا درجې لپاره د فولبرایټ بورسونه ترلاسه کوي.   له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۲۱ پورې ۹۵۰ افغانانو د فولبرایټ سکالرشیپونو له لارې په امریکا کې زده کړې کړې دي.