(افغان غږ آژانس (آوا 23 ثور 1398 ساعت 17:30 https://www.avapress.com/ps/news/185006/د-هرات-کهسان-په-مربوطاتو-کې-۳۷-تاریخې-اثار-موندل-شوي -------------------------------------------------- سرليک : د هرات د کهسان په مربوطاتو کې ۳۷ تاریخې اثار موندل شوي -------------------------------------------------- د هرات د کهسان ولسوالۍ په مربوطاتو کې اووه دیرش تاریخې اثار موندل شوي چې زرګونه کلونه قدامت لري. متن - منځ : د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کلتوري څانګي امر جاوېد ضرغام ته وویل چې دغه آثار تر اسلام دمخه او تر اسلام را وروسته وختونو پورې اړوند دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم ویلي چې دغه اثار څو زره کلن قدامت لري. دغه اثار د کهسان ولسوالۍ د یوه بزګر له خوا د کرنې پر مهال وموندل شول او د هرات والي ته وسپارل شول. په دې اثارو کې ډبرین او خټین لوښي هم شامل دي.