(افغان غږ آژانس (آوا 15 عقرب 1398 ساعت 12:12 https://www.avapress.com/ps/news/194916/د-بلخ-چهاربولک-ولسوالۍ-امنیه-قومندان-طالبان-برید-کې-ووژل-شو -------------------------------------------------- سرليک : د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ امنیه قومندان د طالبان برید کې ووژل شو -------------------------------------------------- د بلخ ولایت ځایي چارواکي وایي د دغه ولایت د چهاربولک ولسوالۍ امنیه قومندان، کلام الدین د طالبان په ډلییز برید کې وژل شوی دی. متن - منځ : د بلخ د امنیې قومندانۍ د امنیت امر، عبدالرزاق قادري ویلي طالبان تیره شپه (سه شنبه، د لړم ۱۴مه) چهارلولک ولسوالۍ باندې له څو خواوو بریدونه وکړل. دې پیښه کې درې نور سرتیري ټپیان شوي دي. د ښاغلي قادري په وینا دا نښته د نن سهار تر شپږو بجو دوام درلو، چې پایله کې یې شپږ طالبان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول. اوس مهال کومکي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او سیمه د امنیتي ځواکونو په لاس کې ده