(افغان غږ آژانس (آوا 18 ثور 1397 ساعت 11:57 https://www.avapress.com/ps/report/163263/تازه-رپوټ-د-افغانستان-هیڅ-ځای-خوندي-نه-دی -------------------------------------------------- سرليک : تازه رپوټ: د افغانستان هیڅ ځای خوندي نه دی -------------------------------------------------- د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې هیڅ ځای خوندی نه دی. متن - منځ : د بشري حقونو د څار ټولنې دغه رپوټ کې په افغانستان کې د جګړو د قربانیانو د کورنیو سره د ناکافي مرستو له کبله اندېښنه ښودلې ده. د راپور لیکوالې پټریشا ګاسمن لیکلي چې د طالبانو او داعش وسله والو د بریدونو له کبله د ملکي قربانیانو کورنۍ او خپلوان له سختو مالي، روغتیایي او روحي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د بشري حقونو د څار سازمان دغه نوی نهه څلویښټ مخیز رپوټ چې "خوندي ځای نه شته" نوم ورکړل شوی، د پنځه څلویښت کسانو سره د مرکې پر اساس جوړ شوی دی. په دې راپور کې د دوه زره شپاړسم میلادي کال راهیسې د ملکي قربانیانو د کورنیو او ټولنې تل پاتې ستونزې منعکسې شوې دي. هیومن رایټس واچ یا د بشري حقونو د څار سازمان پر حکومت غږ کړی چې د مرستې پروګرامونه داسې تنظیم کړي چې ټولو اړو کسانو ته د مرستو رسېدل ډاډمن شي. دغه سازمان پر وسله والو طالبانو او نورو یاغي ډلو هم غږ کړی چې د ملکي وګړو په نښه کول ودروي. دا راپور داسې مهال خپور شوی چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یوازې په تېر ۱۳۹۶ کال کې د جګړو په ترڅ کې د ملکي مرګ ژوبلې شمېره ۹۴۱۳ تنه ښیي.