(افغان غږ آژانس (آوا 20 اسد 1401 ساعت 11:05 https://www.avapress.com/ps/news/256981/په-لوګر-او-پکتیا-کې-د-ویروسي-ناروغۍ-له-امله-شاوخوا-۶۵۰-څاروي-مړه-شوي-دي -------------------------------------------------- سرليک : په لوګر او پکتیا کې د ویروسي ناروغۍ له امله شاوخوا ۶۵۰ څاروي مړه شوي دي -------------------------------------------------- د لوګر او پکتيا ولايتونو د اوسېدونکو په وينا، د پوستکي ويروسي ناروغي د دوى په څارويو کې خپره شوې، چې شاوخوا ٦٥٠ څاروي يې له لاسه ورکړي دي. متن - منځ : آوا: په لوګر او پکتیا ولایتونو کې یو شمېر مالداران او بزګران وایی چې د پوستکی د خطرناکې ناروغۍ له امله له ۲۰ ورځو راهیسې له ۶۰۰ څخه تر ۶۵۰ شیدې ورکوونکې او نه شیدې ورکوونکې غواګانې وژل شوی دی.   مالداران وايي چې د ژوند یوازینۍ لار د څارویو پالنه ده. خو د خپلو څارویو له لاسه ورکولو سره دوی په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي.   په لوګر او پکتیا کې مالداران خبرداری ورکوي، چې که د دغې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره اقدام ونه شي، لوی ناورین به رامنځته شي.   دوی وايي چې تر اوسه د کرنې او مالدارۍ له ریاست څخه دوی ته کوم درمل او واکسین نه دي رسیدلي.   تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان د ډینګي او کانګو ناروغیو د خپرېدو خبرداری ورکړی و، چې تر ډېره څاروي په نښه کوي.