(افغان غږ آژانس (آوا 30 سنبله 1401 ساعت 13:48 https://www.avapress.com/ps/news/258880/امریکا-تر-اوسه-څه-باندې-۷۲-زره-افغان-کډوال-مېشت-کړي-دي -------------------------------------------------- سرليک : امریکا تر اوسه څه باندې ۷۲ زره افغان کډوال مېشت کړي دي -------------------------------------------------- د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې، دغه هېواد په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا رامنځته کېدو وروسته؛ تر اوسه پورې له ۷۲ زرو څخه زیات افغان کډوال ځای پر ځای شوي دي. متن - منځ : آوا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهار شنبې په ورځ (سنبلي ۳۰) په یوه ټویټ کې د هغه ټیم ستاینه وکړه چې په دې برخه کې یې کار کړی دی. ښاغلي بلینکن دغې لوبډلې ته د   SAMMIES2022 جایزه هم ورکړې ده.   د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې څه باندې ۷۲ زره افغان اتباع د امریکا په ۳۳۱ ښارونو او ۴۹ ایالتونو کې مېشت شوي دي.   د يادونې وړ ده، چې امريکا د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته د دغه هېواد زرګونه اتباع په ځانګړې توګه هغه کسان چې په تېرو ديارلسو کلونو کې يې له امريکايي ځواکونو سره کار کاوه، امریکا ته لېږدولي او دا لړۍ دوام لري.