(افغان غږ آژانس (آوا 5 حمل 1396 ساعت 10:43 https://www.avapress.com/ps/news/139684/ملي-دفاع-وزارت-د-هلمند-سنګین-ولسوالۍ-سقوط-ردکړ -------------------------------------------------- سرليک : ملي دفاع وزارت د هلمند د سنګین ولسوالۍ سقوط ردکړ -------------------------------------------------- د افغانستان ملي دفاع وزارت د هلمند د سنګین ولسوالۍ سقوط ردکړ. مخکې له دې سیمه ییزو مسوولینو منلې وه، چې سنګین د طالبانو لاس ته لویدلې او دوی له دې ولسوالۍ تکتیکي پرشاتګ کړی دی. متن - منځ : د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د پنجشنبې په ورځ سیمه ییزو سرچینو د سنګین ولسوالۍ د سقوط خبر تائید کړ؛ خو ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری دغه خبر ناسم ګڼي او دا د دښمن د تبلیغاتي جګړې یوه برخه بولي. پوځي کارپوه زلمی وردګ د دولت او نړیوالو قدرتونو پیچلې لوبه د ولسوالیو د سقوط او لاس په لاس کیدو عامل بولي، چې په وینا یې د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره یې کوي. هغه زیاتوي، روانه لوبه نړیوالو په سیمه کې د خپل شتون لپاره روانه ساتلې ده. سیاسي شنونکی احمد سعیدي وایي، چې حکومت له سقوط مخکې سنګین ولسوالي اکمال کړې وه. هغه زیاته وي؛ زما په اند دا د دښمن د وسلوال ساتلو یو نوې بڼه ده. کابل ښاریان هم د ولسوالیو سقوط یوه معامله ګڼي او وایي، حکومت خپله وسلوالو ته وسلې او تجهیزات ورسپاري. دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې په شپه د تخار د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ هم د څو ساعتونو لپاره د طالبانو لاسونو ته ولویده؛ خو دولتي ځواکونو بېرته پر شا وتمبول.