(افغان غږ آژانس (آوا 25 سرطان 1398 ساعت 17:11 https://www.avapress.com/ps/news/188455/د-لوګر-په-خروار-کې-۹۰-میله-وسلې-ترلاسه-شوي -------------------------------------------------- سرليک : د لوګر په خروار کې ۹۰ میله وسلې ترلاسه شوي -------------------------------------------------- د لوګر امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې د دې ولایت په خروار ولسوالۍٍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر ځانګړیو عملیاتو ۹۰ میله سپکې وسلې ترلاسه شوې دي. متن - منځ : د لوګر امنیه قومنداني ویاند شاپور احمدزي ویلي؛ افغان ځانګړیو ځواکونو تېره شپه پر ګډو عملیاتو د خروار ولسوالۍ اړوند په بیګم کلي کې د دولت ضد وسلوالو یو زیرمه وموندله، چې ترې۸۳ میله کلاشنیکوفونه، ۷ میله تفنګچې ۱۰۰۰ فیره د ټیټي مرمۍ ترلاسته شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې دوه بورۍ چاودیدونکي توکې په اړوند سیمه کې له منځه وړل شوي دي. هغه دا هم ویلي، چې د یادو وسلو په تور دو تنه د دولت ضد وسلوال هم نیول شوي دي.