(افغان غږ آژانس (آوا 5 عقرب 1398 ساعت 11:01 https://www.avapress.com/ps/news/194052/د-حضرت-محمد-ص-تلین-او-امام-حسن-ع-دشهادت-په-مناسبت-تسلی-ت -------------------------------------------------- سرليک : د حضرت محمد(ص)د تلین او د امام حسن(ع)دشهادت په مناسبت تسلیّت -------------------------------------------------- متن - منځ : د افغان خبری آژانس په دې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته دزړه له کومې تسلیّت وائی . د صفرې اته ویشتمه نیټه د اسلام د ګران پیغمبر او همداراز د هغه بزرګوار د یوه پاک لمسی حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام دشهادت کلیزه ده . په دې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام مینه وال د ویر دستورې جوړوی او وینا و ال د اهل بیت علیهم السلام په سیرت او ځانګړتیاؤ او دهغوی په غوره اخلاقو او رودو رڼا اچوی او مینه وال هم ورځینی خپل زړونه خړوبوی . بیګا په درست ایران کې د حضرت امام رضا علیه السلام ، حضرت بی بی معصومه سلام ا.. علیها دسپیڅلو حرمیّنو ، جوماتونو ،امامباړو او عبادت ځایونو کې په دې اړه دغم او ویر دستورې جوړې شوې او عزداری ترسره شوه.