(افغان غږ آژانس (آوا 8 میزان 1398 ساعت 12:58 https://www.avapress.com/ps/news/192351/دکندهارپه-تقریبی-ډول-دوه-لکه-کسانورایه-استعمال-کړې-ده -------------------------------------------------- دکندهارټاکنو ولایتی کمېسیون مسؤلین: سرليک : دکندهارپه تقریبی ډول دوه لکه کسانورایه استعمال کړې ده -------------------------------------------------- دکندهارټاکنو ولایتی کمېسیون مسؤلین:دکندهارپه تقریبی ډول دوه لکه کسانورایه استعمال کړې ده متن - منځ : د ولایتی کمېسیون رئیس ایمل عبدالله زیاتوی، چی کندهارکی هم د جمهوری ریاست ټاکنی په بریالیتوب سره پای ته ورسېدلې او اوس مهال دوئ مرکز ته د نتایجو پر استولو بوخت دی. دا د کندهار د ټاکنو ولایتی کمېسیون دی، چی له ښار او ولسوالیو څخه د رایو صندقونه راوړل سوی او کارکونکی ئې د بایومیتریک ماشینونو له لاری د استعمال سوو رایو نتجه د مرکزی کمېسیون ډاټابېس ته لېږی. د کندهار ټاکنو ولایتی کمېسیون رئیس ایمل عبدالله وایی د بولدک ولسوالۍ پرته نورو له ټولو ولسوالیو څخه د رایو صندقونه ولایتی کمېسیون ته را انتقال سوی دی او کارکونکی ئې د نتایجو پر انتقال بوخت دی. هغه وایی د کندهار په ۱۷۴ مرکزونو کی په تقریبی ډول دوه سوه زره کسانو رایه استعمال کړې ده. ایمل عبدالله وایی د بایومیتریک ماشینونو له لاری د ښځو عکس اخیستل په کندهار کی د ښځو ونډه کمرنګه کړې وه. د بایومیتریک ماشینونو ځینی تخنیکی ستونزی، د کارمندانو ناوخته راتګ او غیر حاضری او په مرکزونو کی د رایه ورکونکو د نومونو نه موجودیت هغه ستونزی وې، چی تېره ورځ کندهار کی رایه ورکونکو ځینی شکایت کاوه.