(افغان غږ آژانس (آوا 24 قوس 1398 ساعت 11:01 https://www.avapress.com/ps/news/198111/دکندهار-په-پنجوايي-ولسوالۍ-کي-د-عامه-کتابتون-پرانیستنه-وسوه -------------------------------------------------- سرليک : دکندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د عامه کتابتون پرانیستنه وسوه -------------------------------------------------- له څه مودې راهیسي کندهار اطلاعات او کلتور رياست په دې لټه کي دئ، چي په ولسواليو کي عامه کتابتونونه جوړ کړي؛ د یادو کتابتونو له جملې څخه نن د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي عامه کتابتون پرانیستل سو، چي د کندهار اطلاعات او کلتور رياست، د يادي ولسوالۍ د پوهني امريت، ښاروالۍ او هلته مېشتو يو شمېر ځوانانو او ادارو همکاري پکښي کړې ده. متن - منځ : د اطلاعات او کلتور رئيس حکمت الله افغان له ځوانانو وغوښتل، چي د یاد کتابتون په غني کولو کي همکاري وکړي او د مطالعې له پاره ورته راسي. نوموړي يادونه وکړه، چي په نورو ولسواليو کي به هم ورته عامه کتابتونونه جوړ سي، په خبره ئې چي د هوايي ډګر په شمول ئې په يو شمېر نورو عامه ځايونو کي هم کوچني کتابتونونه جوړ کړي.