(افغان غږ آژانس (آوا 20 میزان 1397 ساعت 15:54 https://www.avapress.com/ps/news/172416/عبدالله-نن-شانګهای-همکارۍ-سازمان-غونډه-کې-وینا-کوی -------------------------------------------------- سرليک : عبدالله عبدالله نن شانګهای همکارۍ سازمان غونډه کې وینا کوی -------------------------------------------------- د افغان حکومت اجرائیه رئیس نن په تاجکستان کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په غونډه کې ګډون او وینا کوي. متن - منځ : تاجکستان نن د شانګهای د همکارۍ د سازمان د ۱۷ مې غونډې کوربه دی. د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دې غونډه کې د ګډون لپاره پرون پنجشنبې د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته ورسېد. ښاغلي عبدالله دوشنبې ته له رسېدو وروسته لومړی د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ولیدل. اجرائیه رئیس له دې لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل چې ده او ولسمشر رحمان پر ګڼو مسایلو او له هغې ډلې د کابل او دوشنبې ترمینځ د امنیتي همکاریو په اړه خبرې وکړې. عبدالله زیاته کړه: "دا سفر یوبل فرصت و، څو د دواړو هېوادونو د اړیکو پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړو. ولسمشر امام علي رحمان د افغانستان امن د تاجکستان امن ګڼي. موږ د ګډو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د امنیتي همکاریو او په اقتصادي، تعلیمي او فرهنګي برخو کې د دواړو هېوادونو ترمینځ د همکارۍ د فرصتونو او امکاناتو په اړه هراړخیزې خبرې درلودې." ښاغلي عبدالله له دې وروسته د قرغزستان له صدراعظم او د هند د بهرنیوچارو له وزیرې سره هم وکتل. د قرغزستان صدراعظم محمدقلي ابوالقاضییف د حکومت له اجراییه رییس ښاغلي عبدالله سره ترکتنې وروسته وویل افراطي فعالیتونه، تروریزم او د مخدروموادو قاچاق د دواړو هېوادونو د ګټو پرضد ګډ ګواښونه دي. د شانګهای د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له خوا په امنیتي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د څو اړخیزو همکاریو د پراختیا په مقصد رامینځ ته شو. هند او پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړ خو افغانستان، ایران، بیلاروس او منګولیا یې څارونکي غړي دي.