(افغان غږ آژانس (آوا 15 میزان 1398 ساعت 16:56 https://www.avapress.com/ps/report/192711/سالنګونو-کې-له-وخته-وړاندې-واورې -------------------------------------------------- سرليک : سالنګونو کې له وخته وړاندې واورې -------------------------------------------------- د سالنګونو د ساتنې او څارنې چارواکي وایي کیدای شي دا ورښت تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې دوام وکړي او له ټریلري وسایطو پرته نور ټول وسایط کولی شي د ځنځیرونو په کارولو سره له دې لارې تیر شي. متن - منځ : په سالنګونو کې له دریو ورځو راهیسې سخت بارانونه او واورې وریږي. د سالنګونو د ساتنې او څارنې چارواکي وایي کیدای شي دا ورښت تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې دوام وکړي او له ټریلري وسایطو پرته نور ټول وسایط کولی شي د ځنځیرونو په کارولو سره له دې لارې تیر شي. د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې ویلي ټول موټر لرونکي باید لاندې ټکي په پام کې ونیسي. ۱ مجاز سرعت، مجاز وزن او مجاز ارتقاع ۲ ژمني وسایل او تجهیزات لکه ځنځیرونه، ګرم کالي، اضافي خواړه او احتیاطي تیل ۳ د لویې لارې وسایط باید په ټولو تخنیکي وسایلو سمبال وي. ۴ د مقراراتو، لارښوونو جدي رعایت، له مخکې کیدو ډډه کول او تونل کې د ننه له دریدو ډډه کول. د لویې لارې عمومي وضعیت داسې ښودل شوی دی. د واورې پریړوالی: ۷۵ سانتي متره د لید ساحه: ۲۰۰ د باد چټکتیا: په هره ثانیه کې ۲ متره په سړک کې یخ: شاوخوا ۸ کیلومتره رطوبت: ۱۰۰ سلنه د هوای یخوالی: ۲- سانتي ګراډ په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د واورې د وریدو احتمال هم ۸۵ سلنه ښودل شوی دی. دا په سالنګونو کې د کال لومړنۍ واوره ده چې له وخته زیات وړاندې لیدل کیږی. په دې وروستیو کې د هیواد یو شمیر نورو سیمو کې هم سخت ورښتونه شوي او سیلابونه راوتلي دي. پرون د کابل بامیان د لویې لارې په اوږدو کې چې د غوربند اړونده سیمه ده، د سختو بارانونو او توندو بادونو له امله غر ښویدلی و، چې تر نن یکشنبې پورې لاره د مسافرو پرمخ تړل شوې ده. همداشان تیره ورځ د کابل په یو شمیر برخو کې هم سخت بارانونه او ږلۍ وشوې.