(افغان غږ آژانس (آوا 16 قوس 1401 ساعت 11:53 https://www.avapress.com/ps/news/261976/د-ملي-دفاع-وزارت-سرپرست-ملا-یعقوب-مجاهد-متحده-عربي-اماراتو-له-مرستیال-او-دوبۍ-واکمن-سره-وکتل -------------------------------------------------- سرليک : د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد د متحده عربي اماراتو له مرستیال او د دوبۍ له واکمن سره وکتل -------------------------------------------------- د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد متحده عربي اماراتو ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو د ولسمشر له مرستیال او د دوبۍ له واکمن سره وکتل. متن - منځ : آوا - کابل: د حکومت د رسنیو د مرکز ویاند انعام الله سمنګانی په یوه ټویټ کې لیکلی چې د ملی دفاع وزارت سرپرست مولوی محمد یعقوب مجاهد له شیخ محمد بن راشد المکتوم سره وکتل.   د سمنګاني په وينا، په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پياوړتيا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره د سوداګريزو خدمتونو د اسانتياوو د رامنځته کولو او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.   باید وویل شي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته له اوسني حکومت سره د متحده عربي اماراتو اړیکې ترینګلې شوې او په دې وروستیو کې یې د هېواد د څلورو هوايي ډګرونو مدیریت انحصار کړی دی.