(افغان غږ آژانس (آوا 13 حوت 1398 ساعت 18:27 https://www.avapress.com/ps/interview/204771/یوناما-او-اروپایي-ټولنې-د-اورکم-دوام-غوښتنه-وکړه-خو-۱۶-ولایتونو-کې-بریدونه-شوي -------------------------------------------------- سرليک : یوناما او اروپایي ټولنې د اورکم د دوام غوښتنه وکړه؛ خو ۱۶ ولایتونو کې بریدونه شوي -------------------------------------------------- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي، "بین الافغاني" مذاکراتو ته د زمینې برابرولو لپاره باید په افغانستان کې اورکم دوام وکړي. یوناما وروسته له هغه دا غوښتنه کړې چې وسله والو طالبانو پرون دوشنبه اعلان وکړ چې د اورکم موده پای ته رسېدلې ده او پوځي وضعیت بېرته عادي حالت ته ستنېږي. متن - منځ : له دې اعلان سره سم افغان امنیتي سرچینو بي بي سي ته وویل چې وسله والو طالبانو په ګڼو ولایتونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړي دي. خو یوناما وایي، د اورکم دوام به افغانستان کې دایمي اوربند او تلپاتې سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي. بله خوا د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي رولانډ کوبیا ویلي، که چېرته د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د بیا پیلېدو رپوټونه تائيد شي، دا به د هغې هوکړې سره په ټکر کې وي چې په دوحه کې لاسلیک شوه. پژواک خبري اژانس د ښاغلي کوبیا له خولې لیکلي، دا د ګواښونو نه، بلکې د باور جوړولو او په رغنده ډول د مخکې تلو وخت دی. تر دې وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان هم پرون دوشنبه ویلي وو، د متحده ایالات تمه ډېره روښانه ده، او هغه دا چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمښت باید دوام وکړي.