(افغان غږ آژانس (آوا 29 اسد 1397 ساعت 11:25 https://www.avapress.com/ps/news/169177/د-طالبانو-په-وړاندې-عملیاتو-دوام-اړه-ولسمشر-غني-لارښوونه -------------------------------------------------- سرليک : د طالبانو په وړاندې د عملیاتو د دوام په اړه د ولسمشر غني لارښوونه -------------------------------------------------- ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې لارښوونه کړې ده د وسله والو مخالفینو په وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي. متن - منځ : ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې ولسمشر غني له والیانو، د امنیتي او دفاعي ارګانونو د منسوبینو، د ولایتي شوراګانو او د ولایتونو د سولې او علماو شوراګانو له مسوولینو سرهدویډیوکنفرانسله لارېد لوی اختر په ورځو کې د امنیت د لازیات تامین او د اوربند د ورځو د مدیریت په اړه خبرې وکړې. خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد ویډیو کنفرانس پرون ماښامپهتوحیدمليمرکزکېجوړ شو چېپه کې د سولي عالي شورا او د افغانستان د علماو سرتاسري شورا رئیسانو، د ملي امنیت سلاکار، د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو او یوشمېر دولتي مقاماتو هم حضور درلود. ارګ ماڼی وایي ولسمشر غني د ویډیو کنفرانس په جریان کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه وکړه تر هغې چې طالبانو اوربند ته مثبت ځواب نه وي ویلی، د پخوا په څېر دې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي. ولسمشر غني وویل، د اوربند مشخصات د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د مشترک دستورالعمل له مخې د هېواد ولایتي ادارو ته استول شوي دي.