(افغان غږ آژانس (آوا 4 سنبله 1397 ساعت 13:03 https://www.avapress.com/ps/news/169438/د-چین-یوه-هوټل-کې-اور-لګېدو-لسګونو-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې -------------------------------------------------- سرليک : د چین یوه هوټل کې اور لګېدو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې -------------------------------------------------- چارواکي وايي، د چین په شمال ختیځ هاربين ښار کې نن سهار وختي یوه هوټل کې اور لګېدلی چې لږترلږه ۱۸ کسان پکې وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شوي دي. متن - منځ : د واکمن کمونيست ګوند د رسنیو څانګې په یوه بیان کې ویلي چې د پيښي د لامل په اړه يې څېړنې پيل کړي دي. د چین رسمي خبري اژانس راپور ورکړی، اور نن سهار په ځايي وخت ۴:۳۶ د هوټل په څلور پوړيزه ودانۍ کې بل شو چې ۴۰۰ متره مربع سیمه يې وسوځوله او تر ۳ ساعتو وروسته اور غلی کړای شو. د سیمه ييزو چارواکو په خبره، اوس هم په ودانۍ کې د ژغورنې عملیات روان دي.