(افغان غږ آژانس (آوا 8 دلو 1401 ساعت 15:37 https://www.avapress.com/ps/news/264496/د-لوړو-زده-کړو-وزارت-کیفیت-په-لوړولو-او-ښه-والي-ټینګار-وکړ -------------------------------------------------- سرليک : د لوړو زده کړو وزارت د زده کړو د کیفیت په لوړولو او ښه والي ټینګار وکړ -------------------------------------------------- د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم د دغه وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې په هېواد کې د پوهنې د کیفیت پر ښه والي او لوړولو ټینګار وکړ. متن - منځ : آوا - کابل: په دې غونډه کې چې نن شنبه (دلو ۸) جوړه شوې وه، مولوي ندا محمد ندیم د هېواد په سړو ولایتونو کې د لوړو زده کړو موسسو د اړتیاوو د پوره کولو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: رهبري شورا له ژمنیو رخصتیو څخه په استفادې سړو ولایتونو ته د تعلیمي موسسو د ستونزو او اړتیاوو د څیړلو په موخه تللي.   د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ټینګار وکړ، چې د پوهنې د کیفیت د لوړولو او ښه والي په موخه دې د دغه وزارت مسئولین د څارنې بهیر زیات کړي.   دغه راز په دې غونډه کې د دولتي ديني علومو د علمي کارکوونکو د علمي رتبو د جوړولو او عملي کولو طرزالعمل، د تخصصي څانګو د بودجې خپلواکي، د مشورتي ښوونيزو شرکتونو د کړنلارې طرحه، د کانکور ازموينې په اړه خبرې وشوې او د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د پسرلني سمستر او نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.