(افغان غږ آژانس (آوا 5 سرطان 1393 ساعت 11:24 https://www.avapress.com/ps/news/94259/ایران-د-ګټنې-سیاست-په-غوره-کولو-سره-تر-دې-شیبې-له-۵-۱-ډلی-خبرو-اترو-کښې-بریالی-عمل-کړی -------------------------------------------------- سرليک : ایران د ګټنې-ګټنې د سیاست په غوره کولو سره ، تر دې شیبې له ۵+۱ ډلی سره په خبرو اترو کښې بریالی عمل کړی -------------------------------------------------- متن - منځ : د اسلامي ایران د ولسمشر مرستیال وویل،دغه هیواد د ګټنې-ګټنې د سیاست په غوره کولو سره ، تر دې شیبې له ۵+۱ ډلی سره په خبرو اترو کښې بریالی عمل کړی دی . د ایرنا د راپور له مخې دایران داسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړې مرستیال اسحا جهانګیري ،د دغه هیواد د حکومت د اقتصادي ډلي او یو شمیر اقتصاد پوهانو سره په ګډه ناسته کښې وویل، د ایران اټومي مرکچې پلاوې، د رهبرۍ د ستر مقام لخوا د ټکل شویو سرو لیکو د رعایتولو په زمینه کښې او د ایران د د ملت د حق په برخه کښې هیڅ ډول لټې نه ده کړي او په عین حال کښې يې هڅې کړي دي،چې په خبرو اترو او منطق سره بندیزونه ختم کړي.