(افغان غږ آژانس (آوا 31 سنبله 1397 ساعت 9:34 https://www.avapress.com/ps/news/171200/کرزي-سیکانو-سره-مذهبي-مراسم-ولمانځل -------------------------------------------------- سرليک : کرزي سیکانو سره مذهبي مراسم ولمانځل -------------------------------------------------- د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هندوستان په پنجاب ایالت کې د سیکانو تر ټولو لوی عبادت ځای څخه د لیدنې پرمهال له سیکانو سره د هغوی مذهبي مراسم ولمانځل. متن - منځ : حامدکرزي د پنجشنبې په ورځ د پنجاب ایالت په امرتسر ښار کې د سیکانو تر ټولو مقدس عبادت ځای(طلايي مندر) څخه د کتنې پرمهال له سیکانو سره د یووالي ښکاره کولو په موخه د هغوی مذهبي مراسم ولمانځل او سیکان یې د افغانستان اصلي اوسېدونکي وبلل. نوموړي وویل: د افغانستان سیکان او هندوان د افغانستان اصلي اوسېدونکي دي او لکه نور ټول افغانان د تېرو څلوویښتو کالو خارجي اشغال او جګړو له امله ډېر زیانمن شوي دي. کرزي هیله څرګنده کړه، چې په یوه آزاد، مستقل او صلح آمیزه افغانستان کې د نورو افغانانو تر څنګ باید هندوان او سیکان هم د یو هوسا ژوندانه خاوندان شي او بیرته د خپلو جایدادونو ملکیت تر لاسه کړي. باید وویل شي چې تردې وړاندې د ملي وحدت حکومت مشر اشرف غني هم د هندوانو په یوه مذهبي میله کې د ګډون پرمهال د هغوی مذهبي مراسم لمانځلي وو، چې له امله یې په هېواد کې ددیني عالمانو او روحانیو لخوا د نوموړي دغه عمل له اسلام سره په ټکر کې بلل شوی او خلکو هم سخت غندلی ؤ. @ShamshadTV