(افغان غږ آژانس (آوا 23 اسد 1401 ساعت 12:28 https://www.avapress.com/ps/news/257106/د-اسلامي-امارت-اقتصادي-پلاوی-روسیې-ته-ولاړ -------------------------------------------------- سرليک : د اسلامي امارت اقتصادي پلاوی روسیې ته ولاړ -------------------------------------------------- د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د روسیې پلازمېنې مسکو ته د یوه لوړ پوړي پلاوي د سفر خبر ورکړ. متن - منځ : آوا: دغه وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي، چې دغه پلاوی پرون (شنبه، د اسد ۲۲مه) مسکو ته روان شو.   په اعلاميه کې راغلي، چې د دغه سفر موخه د افغانستان او روسيې ترمنځ د اقتصادي او سياسي اړيکو پراختيا بلل شوې ده.   که څه هم روسیې تر اوسه د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د اسلامي امارت له لوري استول شوي ډیپلوماټان یې منلي.