(افغان غږ آژانس (آوا 17 قوس 1398 ساعت 15:20 https://www.avapress.com/ps/news/197483/د-استانبول-بهیر-ناسته-کې-افغانستان-پر-سولې-او-ټیکاو-بحث-کیږي -------------------------------------------------- سرليک : د استانبول بهیر ناسته کې د افغانستان پر سولې او ټیکاو بحث کیږي -------------------------------------------------- افغانستان د ترکیې په استانبول کې د استانبول بهیر - اسیا زړه هیوادونو د ناستې مشري کوي. متن - منځ : د افغانستان حکومت وايي د اسیا زړه هیوادونو ناسته کولی شي د افغانستان سولې او ثبات کې مهم رول ولوبوي. د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي مرستیال، میرویس ناب ویلی طالبانو سره د سولې مذاکرات او دې برخه کې د ګاونډیو هیوادونو ونډه، دغه ناست کې د افغانستان د حکومت لومړیتوب دی. د ښاغلي ناب په وینا دغه ناسته کې هڅه کیږي د سیمې په کچه یو واحد لیدلوری رامنځته کړي. بله خوا افغانستان کې د پاکستان سفیر ویلي د اسیا زړه ناسته کې ټولې خواوې د بین الافغاني خبرو پر پیلیدو یوه خوله دي. زاهد نصرالله خان ویلي د پاکستان په ګډون ټول هیوادونه دې ته لیواله دي چې د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ پیل شي او افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي. د یادولو وړ ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله، الیس ویلز هم د اسیا زړه کنفرانس کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللې ده. دې ناستې لپاره ولسمشر غني او ورسره پلاوی نن سهار ترکیې ته تللی دی. له ارګه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، د ترکیې په استانبول کې به ولسمشر د اسیا زړه کنفرانس ته وینا وکړي او د ځینو هېوادونو له مشرانو سره به وګوري. د استانبول د ناستو بهير د ٢٠١١ کال په نومبر مياشت کې د افغانستان او ترکيې په ګډ نوښت پيل شو چې موخه يې د سیمه والو هېوادونو په منځ کې د باور د زياتولو او په پرمختيايي چارو کې د همکاريو غښتلي کول وو.