(افغان غږ آژانس (آوا 23 دلو 1398 ساعت 17:56 https://www.avapress.com/ps/news/203386/د-ټرمپ-ملي-امنیت-سلاکار-ژر-سولې-تړون-لاسلیک-شي -------------------------------------------------- سرليک : د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار: ژر به د سولې تړون لاسلیک شي -------------------------------------------------- د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین خبر ورکړی چې ډیر ژر به دطالب او امریکایي مرکچیانو ترمنځ بشپړه شوې توافقنامه لاسلیک شي. رابرټ اوبراین همدا راز وایي، چې امریکا او طالبان د تاوتریخوالي پر کمولو هوکړې ته رسېدلي دي. نوموړي زیاته کړې چې له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې ښه پرمختګونه شوي دي، چې دا به افغانانو ته د تلپاتې سولې سبب شي: (( د افغانستان لپاره ښه خبرونه پر لاره دي.)) متن - منځ : داپه داسې حال کې ده چې تیره شپه دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم له ولسمشر غني او اجرائیه رئیس سره په تیلیفوني خبرو کې د سولې پروسه کې د مهمو پرمختګونو خبر ورکړی دی. همدا راز نیویارک ټایمز ویلي، چې ولسمشر ټرمپ هم په مشروط ډول له طالبانو سره د سولې هوکړه منلې ده چې له مخې به یې طالبان پایداره تاوتریخوالی راکموي.