(افغان غږ آژانس (آوا 28 حوت 1397 ساعت 17:31 https://www.avapress.com/ps/news/181787/د-ټاکنو-خپلواک-کمیسیون-شپږو-ټاکنیزو-حوزو-وروستۍ-پایلې-اعلان-کړې -------------------------------------------------- سرليک : د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شپږو ټاکنیزو حوزو وروستۍ پایلې اعلان کړې -------------------------------------------------- د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د د ۱۳۹۷ کال د تلې د اته ویشتمې نیټې د ولسي جرګې د شپږو ټاکنیزو حوزو وروستۍ پایلې د کب په اته ویشتمه نیټه اعلان کړې. متن - منځ : د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې میرمن حوا علم نورستانۍ خبریالانو ته د ښه راغلاست ویلو وروسته وویل چې دواړه ټاکنیز کمیسیونونه په همغږي سره ګډې هڅې کوي، او غواړي ټولې چارې په بشپړې ژمنتیا تر سره کړي. میرمن نورستانۍ د شپږو ټاکنیزو حوزو د وروستیو پایلو د اعلانولو پر مهال چې د غور، بلخ، هرات، بادغیس، پکتیکا او د هندوانو حوزه په کې شامله ده وویل چې د تطیقاتو َټول پړاوونه په پوره ایماندارۍ او رڼښت تر سره شوي، چې حق حقدار ته ورسیږي. د کمیسیون د مشرې د وینا پر بنسټ د دغو یادو شویو ټاکنیزو حوزو د وروستیو پایلو نوملړ په دې ډول دی: د هندوانو حوزه: - نرندرسنگ خالصه د غورولایت: - محمد ابراهیم ملک زاده - عطا محمد دهقانپور - کرام الدین رضا زاده - گل زمان نائب - فاطمه کوهستانۍ - رقیه نایل د بلخ ولایت: - غلام عباس ابراهیم زاده - احمدشاه رمضان - علم خان آزادي - عبدالحمید شریفي - سید ظاهر مسرور - محمد علي محقق - گل رحمن همدرد - رئیس عبدالخالق - صیفوره نیاری - فوزیه حمیدي - برشنا ربیع د پکتیکا ولایت: - محمد میرزا کټوازی - نادرخان کټوازی - خالد اسد - ثریا اکبري د هرات ولایت: - حبیب الرحمان پدرام - محمدرضا خوشک وطندوست - عمرنصیر مجددي - حاجي محمد صادق قادري - غلام فاروق مجروح - استاد حمیدالله حنیف - منورشاه بهادري - حاجي شاه پور پوپل - سیدعظیم کبرزاني - قاضی نذیر احمد حنفي - الحاج غلام فاروق نظري - سید طاها صادق - رحیمه جامي - مسعوده کروخي - ناهید احمدي فرید - سیمین بارکزی - شهناز غوثي د بادغیس ولایت: - ضیاء الدین اکازی - عبدالبصیر عثمانی - امیرشاه نائب زاده - استاد فریده بیکزاد د کمیسیون مشرې دا رنګه رسنیو ته وویل چې په راتلونکو ورځو کې به د پاتې نورو ولایتونو وروستۍ پایلې هم اعلان کړي، د ټاکنو مهالویش او ځینې نورې ټاکنیزې چارې یې هم یادې کړې چې د کمیسیون په لومړیتوبونو کې ځای لري.