(افغان غږ آژانس (آوا 24 اسد 1398 ساعت 13:43 https://www.avapress.com/ps/news/190048/اروپايي-ټولنه-ولسمشرۍ-ټاکنې-د-افغانستان-له-ارزښتونو-څخه-دفاع-ده -------------------------------------------------- سرليک : اروپايي ټولنه: ولسمشرۍ ټاکنې د افغانستان له ارزښتونو څخه دفاع ده -------------------------------------------------- په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ټینګار کړی، چې د تلې/میزان په شپږمه د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کول، د زعامت د ټاکلو ترڅنګ د دغه هیواد له ارزښتونو څخه دفاع ده. متن - منځ : دغې ټولنې په خپل ټیوټرپاڼه کې لیکلي: "د سیپټمبر ۲۸مه (تلې ۶مه) د افغانانو لپاره به یو فُرصت وي، ترڅو له ډموکراسۍ او د خپلې رهبرۍ د سیاسي مشروعیت له ټاکلو څخه ملاتړ څرګند کړي". اروپايي ټولنې په داسې حال کې دا ټینګار کړی دی، چې په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ له ۱۹ ورځو راهیسې دوام لري، خو د تیرو ټاکنو په شان پراخې نه دي او د ځینو په باور د سولې د مذاکراتو تر اغیزې لاندې راغلي دي. ولسمشرۍ ټاکنو ته یو شمیر نوماندانو ویلي، چې دوی د امریکا د متحده ایالاتو او طالب استازو ترمنځ د اتم پړاو مذاکراتو نتیجې ته په تمه دي. د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته شاوخوا یوه نیمه میاشت پاتې ده او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې د تلې په شپږمه د دغو ټاکنو د ترسره کولو لپاره بشپړ تخنیکي چمتوالی لري. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء رئیس حبیب الرحمان ننګ وویل، چې د مهالویش له مخې به د امنیتي ځواکونو په مرسته د ځمکې او هوا له لارې ټاکنیز مواد ولایتونو ته انتقال شي.