(افغان غږ آژانس (آوا 3 اسد 1398 ساعت 12:49 https://www.avapress.com/ps/news/188951/ولسمشر-غني-طالبان-له-یوه-لوري-خبرې-کوي-او-بل-فجایع-بشري-جنایتونه-تکراروي -------------------------------------------------- سرليک : ولسمشر غني: طالبان له یوه لوري خبرې کوي او له بل لوري فجایع او بشري جنایتونه تکراروي -------------------------------------------------- ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ د کابل او ننګرهار د نن ورځي پیښو په غبرګون کې اعلامیه خپره کړې ده چې پکې ویل شوي،:” : طالبان له یوه لوري خبرې او له بل لوري فجایع او بشري جنایتونه تکراروي، خو هغوی باید پوه شي چې په دې کارونو نه د سولې په مذاکراتو کې امتیازات ترلاسه کولای شي او نه د خلکو له نفرت او کرکې ځان خلاصولای شي”. متن - منځ : د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي،: طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام نن سهار د کانونو او پټرولیم وزارت د کارکوونکو په موټر او د کابل ښار د نهمې ناحیې په مربوطاتو کې په دوو جلا تروریستي بریدونو او د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د خښ شوي ماین په پایله کې د ښځو، ماشومانو او ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کارکوونکو په ګډون زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل. د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ له لوري په دې اعلامیه کې د کابل او ننګرهار د نن ورځې ترهګریز بریدونه وحشیانه بلل شوي او په کلکه غندل شوي دي.